امنیت

دملي امنيت يو کارکوونکى په ننګرهارولايت کې ووژل شو

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دملي امنيت يو کارکوونکى په ننګرهار ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانوله خوا ووژل شو.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ ويندوى  حضرت حسين مشرقيوال دباختراژانس خبريال ته وويل،  دغه پيښه  نن دجلال اباد ښار  دجوي هفت په ساحه کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې  دننګرهار دملي امنيت درياست کارکوونکى غلام حسن له خپل کور څخه ددفتر په لور روان و  چې دناپيژندل شويو وسله والو موټر سايکل سپروله  خوا په ډزو  سره ووژل شو.
خبرځاى وويل :  ددغې پيښې عاملين په تيښتې بريالي شوي دي  او دهغودنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته