کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٩ :
په بغلان ولايت کې په تيرو څلورو مياشتوکې د طالبانو له خوا د جګړې زياتره قربانيان ملکي وګړي دي.
د بغلان ولايت د سرې مياشتې ادارې مسوولين چې يو بېطرفه دولتي بنسټ دى؛ ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د تيرو څلورو مياشتو په بهيرکې د طالبانو او دولتي ځواکــــونو ترمنځ جګړه کې زياتــــره زيانونه ملکي افـــرادو ته رسيدلي دي.
دافغاني سرې مياشتې رئيس ډاکتر حامدنيازي دباخترآژانس خبريال ته وويل : په بغلان ولايت کې د تيرو څلورو مياشتو جګړو په بهيرکې د ٥٠ تنو ملکي وګړو په وژل کيدو سربيره، ١١٠ تنه نور ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان شامل دي؛ ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: زياتره ملکي وګړي د طالبانو له خوا د پلخمري ښار، د مرکزي بغلان، دوشي او ډنډ غوري د ولسواليو په ساحوکې قرباني شوي دي .
دغه راز د جګړو په بهيرکې د استوګنې ٣٠٠ کورونه ويجاړ او ملکي وګړو ته هم زيان اوښتى دى.
نيازى په جګړه کې له ښکيلو لورو څخه غواړي چې د ملکي وګړو دسردزيان او د مالي تاوانونو د اوښتو د مخنيوي په مقصد، له هغوى څخه دې د انساني ډال په توګه استفاده ونه کړي؛ ترڅو ملکي وګړي د جګړې قرباني نه شي .
0 1 دقیقه لوستل