خبرونهنړۍ

بایډن پر امریکا د روسیې د سایبري برید د احتمال په اړه خبرداری ورکړ

بهرنۍ رسنۍ/ وږي ۲مه/ باختر
د امریکا ولسمشر وایي چې کېدای شي روسیه پر امریکا سایبري برید وکړي.
نن سهار د امریکا ولسمشر جوبایډن په اقتصادي غونډې کې په خپلې وینا کې ویلي دي، روسیه پر اوکراین د هسته یي وسلو په کارونې؛ پر امریکا د سایبري برید په لټه کې دی.
بایډن د خپلې وینا په دوام کې وویل:« اوس مهال پوتین شا تګ له پاره لار نه لري او د یوې بهانې په لټه کې دی چې د اوکراین جګړه نوې کړي او دا ټوکې نه دي.»
بایډن زیاته کړه؛ پوتین نه پوهېده چې ناټو په دې جنګ کې دخیل دی.
جوبایډن ټینګار کوي چې اوکراین د امریکا د جنګي وسلو او د ناټو اردو په مرستې کولای شي روسیه ویجاړه کړي.
سپینې ماڼۍ هم د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې چمتو شوي معلومات په ډاګه کوي چې روسیه پر متحدو ایالاتو د احتمالي سایبري بریدونو په لټه کې دی.
خو روسیې ویلي وه چې د اوکراین د اشغال له پاره هېڅ تګلاره نه لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې د روسیې پوځي ځواکونه غواړي د اوکراین پوځي بنسټونه په نښه کړي او د اوکراین په جګړه کې یې یو مهم هدف دی. احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته