سیاست

بغلانيانو دهلمنديانو له سوله غوښتونکي حرکت سره خپل ملاتړ اعلام کړ

پلخمري  باختر دوري دمياشتې ١٧ نيټه  :
دبغلان ولايت خلکو نن دهلمنديانوله سوله  غوښتوونکي حرکت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  په هغې غونډه  کې چې په همدې مقصد دبغلان ولايت دبشري حقوقو   اودمدني فعالانو دبنسټونو دغړو ،  محصلانو او ددغه ولايت يوزيات شمير اوسيدونکو  په ګډون  په پلخمري ښار کې جوړه شوې وه ، برخه والو يوځل بيا سوله  دټولنې  ديوې سترې   اړتيا په توګه وبلله   او د دايمې سولې د تامينولو  او د جګړې دبندولو په باب يې  دهلمنديانو له  رواداعيې سره خپل هر اړخيز او بشپړ ملاتړ څرګند کړ د دغې غونډې ويناوالو اوسنۍ جګړه ددې هېواد ددښمانو دتوطيو اودسيسو يوه برخه وبلله  او څرګنده يې کړه  چې په هيڅ صورت په هيواد کې روانه  جګړه دحل لاره  نه ده .                                                                              دبغلان ولايت دسولې د ولايتي شورا رئيس اسدالله شهباز په دې غونډه کې  د دولت  له مخالفانو څخه وغوښتل چې   دسولې له بهير سره  په پيوستون سره دې   دافغانستان دخلکو  دروا او سوله ييزو غوښتنو هرکلى وکړي او پرې نږدي   چې له دې وروسته  په مور دخپل بچي په غم او درد کې اوښکې توي کړې .
دغه رازپه غونډه کې دبغلان ولايت دښځو دچارو رئيسې خديجې يقين او نورو ويناوالو  د هلمندي ميندو  له سوله غوښتوونکي حرکت سره خپل ملاتړ څرګندکړ.      پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته