کابل باختر دسلواغي دويمه :
د مشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار د ننګرهار دکانال د لوى رييس انجنير زيارت ګل واصل دکړو وړو رپوټ واوريد.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په کتنه کې ده د خپلو دندو، مسووليتونواو راتلوونکوپلانونو په باب رڼا واچوله او د کانال د تاسيساتو د بياجوړولوغوښتنه يې وکړه.
د مشرانوجرګې رييس د انجنير واصل د رپوټ له اوريدو وروسته د ننګرهاردکانال د اقتصادي ارزښت په باب رڼا واچوله او د ده د خدمتونو په درناوي يې د مشرانوجرګې ستاين ليک ده ته ورکړ.
دغه راز فضل هادي مسلميار د ننګرهار بريښنا د حوزوي رييس محب الرحمن مومند او ددغه ولايت دځوانانو د آمرمطيع الله احمد زي خدمتونه ارزښتناک وبلل او د مشرانوجرګې ستاين ليکونه يې دوى ته هم ورکړل.
1 1 دقیقه لوستل