امنیت

پنځه ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د زمري ١٤مه
په کونړکې پنځه ډار اچوونکي ووژل شول.
پر دغو ډاراچوونکو نن سهار په سرکاڼو ولسوالۍ کې د هغوى په مرکزکې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې                    په بريد کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه ډار اچوونکي په يوه پټنځې کې راټول شوي وو او غوښتل يې د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان د بريد زمينه برابره کړي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په کونړکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار ٨ ماينونه د کونړ له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته