امنیت

تبصره

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٥
د پټو او څرګندو لاسونو له هلوځلو سره سره د هيواد امنيتي ځواکونه په غوڅه توګه د ډار اچوونکو په وړاندې دريدلي او دريږي.
د پسرلي له پيل سره جوخت، په افغانستان کې د پرديو ګوډاګيانو له خوا د جګړې نوى فصل پيل شو.
په پيل کې داسې څرګندوي چې ګنې ډار اچوونکي د پراخو او پلان شويو عملياتو په ترسره کولو سره کولاى شي ځينې سيمې د هيواد له امنيتي ځواکونو څخه وينسي، خو په يوه دوو مياشتوکې چې تيرې شوې؛ د هيواد د ميړنيو وسله والو ځواکونو په سرښندنې او ځان تيريدنې سره هغوى په دايمي ډول د يوې ولسوالۍ په نيولو هم هم نه دي بريالي شوي چې کوم ستر ارزښت وبلل شي.
د باختر آژانس سياسي مبصر ليکي:
د جګړې او تيرايستنې په لوبه کې چې له څه دپاسه دريو لسيزو راپه دې خوا په افغانستان کې دوام لري،کورني او بهرني عوامل او انګيزې شتون لري.
کورني عوامل مشخص دي، خو هغه څه چې د يو سيمه ييز او نړيوال ګواښ په توګه په ډار اچوونکو بانډې اړه پيدا کوي؛ په دغو هلو ځلوکې د سيمې نهو هيوادونو او نړيوالې ټولنې په قوي او اوسپنيزې ارادې سره نه دي غوښتي چې د دغه ګواښ په وړاندې عمل وکړي او د دغې جګړې دروند پيټى د افغانستان اتل سرتيري، زړوره افسران او رښتيني بچيان په اوږو اخلي.
دا پوښتنه طرحه کيږي که چيرې ډار اچوونکي سيمه ييز او نړيوال ګواښ دي، بايد د سيمې او نړۍ هيوادونه له ټګى او برګۍ پرته له افغانستان سره همکاري وکړي چې د ډار اچونې جرړې وچې شي او د هيواد امنيتي او دفاعي ځواکونه په ډيرو عصري ځمکنيو او هوايي وسلو او پوځي تجهيزاتو سره سمبال شي.
هغه څه چې لا تراوسه پورې د ودې په شان ابهام کې دي؛ د صادقانه سيمه ييزو همکاريو نه شتون کولاى شي په سيمه کې د بد امنۍ له امله رامنځته شوى سخت بحران لاپسې پراخ کړي.
دا دقيقې خبرې دي چې افغانستان د داسې جګړې تاوان ګالي چې ګواښونه يې د سيمې هيوادونو ته متوجه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته