ټولنه

دافغانستان په شمال کې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله دسردزيانونو او ددرندو تاوانونوپه باب دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه

کابل باختر دثور شپږمه :
  دافغانستان په شمال کې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله دسردزيانونو او ددرندو تاوانونوپه باب  دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه
دملي شورا دمشرانوجرګې په خواشيني سره خبرترلاسه کړ چې دپرونيو سختو سيلاونو دراوتلو له امله دجوزجان ، فارياب ، بادغيس او دسرپل دولايتونو په لسګونو اوسيدونکي وژل شوي او هم ددغو ولايتونوخلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي .
درسنيو له خوا دلومړنيو رارسيدلو خبرونو له مخې ددغو پيښو له امله په جوزجان ولايت کې اته پنځوس تنه وژل شوي نږدې ديرش تنه بي درکه شوي اوپه سلګونو تنه ټپيان شوي دي ، دفارياب په ولايت کې درې ديرش تنه وژل شوي او اووه تنه بي درکه  شوي دي او دسرپل او بادغيس په ولايتونوکې څه ناڅه شل تنه وژل شوي او يوشمير نور بي درکه دي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي  دزيات شمير څارويو په له منځه تللو سربيره داستوګنې يو زيات شمير کورونه ، په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه اوبڼونه په دغو څلورو ولايتونوکې له منځه تللي اويا په قسمي ډول ويجاړ شوي دي او دسيلاوځپلو خلک په ناورين حالت کې شپې سبا کوي .
دملي شورا دمشرانوجرګه دطبيعي پيښو په وړاندې دايمني  تدبيرونو دنه نيولو په نسبت په حکومتي مراجعو دنيوکې او له هغو هيوادوالو څخه دمننې په ترڅ کې  دسيلاو ځپلو  سيمو  دخلکو مرستې ته يې وردانګلي دي، دشهيدانو له کورنيو سره ژوره غمشريکي  څرګندوي اوله کورنيو اوبهرنيو  مرستندويو مراجعو څخه غواړي چې دبي درکه شويو کسانوپه موندلو دټپيانو په درملنه او ددغو پيښو زيانمنو شويو کسانو ته دسملاسي  او اغيرزمنو مرستو په رسولو کې دې جدي او هراړخيزه پاملرنه وکړي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته