امنیت

په غير قانوني ډول دپيسو داخيستلو په تور دهرات ولايت دفوايد عامې رياست ددوو تنو کارکوونکو نيول کيدل .

کابل باختر د تلي  لسمه :
دهرات ولايت دفوايد عامې رياست دوه تنه کارکوونکي په غير قانوني ډول دپيسو داخيستلو په تور دپوليسو له خوا  ونيول شول .
دغه دوه تنه دهرات ښار اوسيدونکي دي چې دشيداي دلارې  دپوليسو په سيمه  کې  په غير قانوني ډول دپيسو په ترلاسه کولو بوخت و .
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې په بيلابيلو پلمويې داضافه بار وسايطو له چلوونکو او خاوندانو څخه په غير قانوني ډول پيسې ترلاسه کولې .
تورن کسان  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ داستخباراتو  دمديريت دکارکوونکو له خوا نيول شوي او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
  دغو کارکوونکو په شيداي سيمه کې فعاليت کاوه او تر پوښتنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته