سیاست

جمهور رئیس غني: د حج او اوقافو وزارت سږکال د حاجیانو د لېږلو لپاره غوره اسانتیاوې په پام کې لري

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١٥ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریيس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد له یو شمېرعالمانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دې کتنه چې د جمهوري ریاست په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس په مهمو ملي مسایلوکې د عالمانو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دولت اساسي موخه د ارګ او جومات ترمنځ د واټن له منځه وړل دي.
جمهو رئیس غني سولې ته رسېدل د افغانستان د خلکو اساسي موخه وبلله او په دې برخه کې یې د عالمانو په رول ټینګار وکړ.
ده همدارنګه زیاته کړه: له بده مرغه زموږ هېواد له یوې تپل شوې جګړې سره مخامخ دی.
په دې کتنه کې عالمانو، سوله یو الهي امر وباله او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د دولت د هلو ځلو ملاتړ کوي.
جمهور رئیس همدارنګه سږکال بیت الله شریف ته د تلوونکو حاجیانو په هکله وویل: دولت په دې برخه کې لازم او جدي تدابیر په پام کې لري، څو افغان حاجیانو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د حج او اوقافو وزیر د دغو اسانتیاوو د برابرولو په موخه سعودي عربستان ته تللی دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته