نړۍ

د سعودي عربستان ښځو د چلونې حق پيدا کړ

رياض/ بي بي سي/ باختر د تلې پنځمه :
د سعودي عربستان ښځو د چلوونې حق ترلاسه کړ .
د عربـستان د دولتي خبري آژانس د خبرله مخې:
د دغه هېواد د باچا د لارښوونې په صادرولو سره د دغه هېواد د چلونې قوانين بدلون مومي او ښځې هم کولى شي د نارينه و په شان دچلونې سندونه ترلاسه کړي.
د سعودي عربستان د خبري آژانس د خبرله مخې:
ټاکل شوې ده د دولت وزيران په ديرش ورځوکې يو رپوټ برابرکړي او د ملک سلمان لارښوونه به اجرا کړي .
په امريکا کې د سعودي عربستان سفير شهزاده خالد بن سلمان دغه ورځ  تاريخي او ستره ورځ او په مناسب وخت کې يو سم تصميم وباله .
ده تاييد کړه چې اړتيا لرونکې ښځې به د چلونې د زده کړې لپاره له خپلو نارينه سرپرستانو څخه د اجازې په ترلاسه کولو مکلفې نه وي او کولى شي هر ځاى ته چې وغواړي، لاړې شي .
د سعودي عربستان ښځو تر اوسه پورې د چلونې اجازه نه لرله او په دغه هېوادکې د ښځو د حقوقو فعالان له کلونوکلونو را پديخوا د دغه حق د ترلاسه کولو په لټه کې وو.
په دې اړوند د ښحو د حقوقو د فعالانو د اقداماتو په ځينو برخوکې عمومي ځايونوکې د چلونې له لارې د توپيري قوانينو طرحه کول شامل دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته