امنیت

د طالبانو يو مشهور قوماندان ووژل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د هرات لايت په کرخ ولسوالۍ کې پرن د پوليسو د ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ دنښتې په بهيرکې د وسله والو  طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان ووژل شو.
په دې جګړه کې چې د کرخ ولسوالۍ په پنځه کيلومترى واټن کې ونښته؛ د قاري عارف او عبدالله په نومونو د دولت دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نوريې سخت ټپيان شول.
په دې جګړه کې د پوليسو يو افسر هم ټپي شو چې اوس تر درملنې لاندې دى .
د يوبل خبرله مخې:
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت پوليسو څلور تنه د نشه يي توکو د ساتلو او پلورنې په تور ونيول.
دغو کسانو له دوو کيلوګرامو هيروينو او يو پنځوس کڅوړي نشه يي توکو سره د هرات ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتوکې د پوليسو له خوا ونيول شول او د زياتو تحقيقاتو په مقصد تر څارنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته