امنیت

جان کوبيش په پنجشيرولايت کې امنيتي حالت ښه وباله

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
په پنجشيرولايت کې امنيتي حالت افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو له ليږدونې وروسته دقنات وړ دى.
دغه ټکۍ دملګروملتو دسازمان دسرمنشي استازي په هغه سفر کې چې پرون يې دپنجشير ولايت ته وکړ څرگندکړ او ويې ويل  چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو  دامنيتي مسوليتونو له ليږدونې وروسته په پنجشيرولايت کې امنيتي حالت اودبيارغونې دپروژو دګړندي کولو بهير دقناعت وړ دى.
جان کوبيش په هغې کتنه کې چې دپنجشيرله والي ډگرجنرال کرام الدين کريم سره يې وکړه ددغه ولايت امنيتي حالت ښه وباله.
ده دغه راز په دغه ولايت کې دپروژو دبيا جوړولو دبهير دپرمختګ له امله خوشبيني څرګنده کړه او  داکاريې يوښه اوپرځاى اقدام وباله.
دپنجشيروالي ډګرجنرال کرام الدين کريم ددغه ولايت دامنيتي حالت دبيانولو په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان  ځواکونوته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دپروګرام په بهيرکې ويل شوي وو چې په دغه ولايت کې دې دپوليسو تشکيل زيات شي خونه يوازې دغې ژمنې عملي بڼه غوره نه کړه بلکي دپوليسو  په تشکيل کې کمښت راغي  چې له دې پلوه انديښنې شته.
په دې کتنه کې دپنجشيردوالي مرستيال ددولتي ادارو رييسانو ، دولايتي شورا رييس او په پارلمان کې ددغه ولايت دخلکو استازو ګډون کړي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته