سیاست

دملي دفاع وزارت سرپرست : هوايي ځواکونه بايد پياوړي شي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٥  :
د امريکا دمتحده ايالاتو د مرستې څلور (A_ 29)  ډوله  جنګي الوتکې  نن دافغانستان هوايي ځواکونو ته وسپارلې شوې .
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې :
د ملي دفاع  وزارت سرپرست محمدمعصوم ستانکزى چې ددغو الوتکو دسپارلو په وخت کې يې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل : دافغانستان  هوايي ځواکونه  ملاتړ او تجهيزاتو ته اړتيالري او بايد  پياوړي شي .
ده زياته کړه ؛ پوځي  امکانات او تجهيزات  په تيره بيا په هوايي  برخه کې  چې دافغانستان  دامنيتي بنسټونوپه واک کې  ورکړ شي ، ځکه موږ د خپلو ځوانو پوځيانو ترمنځ ښه استعدادونه لرو او هيله لرو چې افغانستان يوه ورځ  په خپلو پښو  ودريږي.
دده دڅرګندونوله مخې :  امريکا او نړيوالې  ټولنې  ژمنه کړې ده  چې دهېواد هوايي ځواکونه پياوړي کړي اوپه همدې مقصدنن څلور  (A_ 29) ډوله  څلور امريکايي  جنګي الوتکې دافغانستان هوايي ځواکونو ته وسپارل شوې او دغه راز  افغان پيلوټان هم په همدې څانګه کې  دامريکا په  متحده ايالاتو کې       زده کړې کړې دي اوپه هوايي  ځواکونو کې دجنګي الوتکو لرل  دډار اچوونکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې دهېواد له امنيتي بنسټونو سره مرسته کوي.
د ملي دفاع وزارت دمسئوولينو دڅرګندونوله مخې : دغه ( A_ 29) ډوله  محاربوي الوتکې چې د  ٢٠٠ کيلويي بمونو دليږدونې  او غورځولو وړتيا لري په امريکا او برازيل کې  جوړې  شوې دي.
ټاکل شوې وه  د ٢٠١٤ ميلادي کال تر پاى پورې  شل ( A_ 29) ډوله  الوتکې   افغانستان  ته وکړى شوې واى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته