اقتصاد

افغانستان له امريکا سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت نن دامريکا له متحده ايالاتو سره يو تفاهم ليک
لاسليک کړ چې د هغه له  مخې امريکا له افغانستان سره د نړيوالې سوداګرۍ      د سازمان دغړيتوب د  ترلاسه کولو په لاره کې مرسته  کوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دسوداګرۍ  او صنايعو وزارت معين مزمل شينواري نن دغه تفاهم ليک دامريکا متحده ايالاتو د سوداګرۍ دنمايندګۍ له دستيارې  ميرمن مارا  ام بور سره لاسليک کړ .
دشينواري دڅرګندونو له مخې  افغانستان له ٢٠٠٩ م کال څخه را  په    دې خوا هلې ځلې کوي   چې د  سوداګرۍ په  نړيوالې سازمان کې شامل شي .
په همدې موده کې بيلابيل  پړوانه يې بشپړ کړل چې دسوداګرۍ په نړيوال سازمان کې دغړيتوب شرايطو ترلاسه کړي .
شينوارى زياته کړه  په دغه سازمانکې  ١٦٠ هيوادونه غړيتوب لري چې نهه هيوادونه يې اصلي غړي دي.
افغانستان بايد ددغه سازمان له اصلي غړو سره خبرې وکړي  او دهغوې قناعت ترلاسه کړي .
د ده دڅرګندونو له مخې :   له شپږو دايمي غړو سره خبرې کړي دي او له هغوي سره مو تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي .
د سوداګرۍ  او صنايعو وزارت معين زياته کړه  موږ تجارتي قوانين آسانه کړي دي ټولې تجارتي مسلې مو د ټاکل شويو نړيوالو نورمونو له مخې عيار کړي دي او په هيواد کې مو دکورنيو او بهرنيو پانګې اچونې زمينه برابره کړې ده.
دجنوبي او مرکزي  آسيالپاره  دامريکا تجارتي مرستيال په  دې غونډه کې وويل ددغه تفاهم ليک په لاسليک کولو سره افغانستان د سوداګرۍ  په نړيوال سازمان کې شامليدو  ته نږدې او په دغه سازمان کې د افغانستان دشامليدو لپاره امريکا له هلوځلو څخه ډ ډه نه کوي .
ټاکل شوې ده افغانستان د کاناډا او استراليا د هيوادونو له مقاماتو او د  اروپا اتحاديې له مسوولينو سره هم خبرې پيل کړي چې د  سوداګرۍ  په نړيوال سازمان کې دغړيتوب په لاره کې دهغوي موافقه او تفاهم هم  ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته