سیاست

فضل هادي مسلميارهېوادته راستون شو

کابل باختر  دوري نهمه :
دفضل هادی مسلم یار په مشرۍ دمشرانوجرګې پلاوی چی د آسیا د امنیت او پرمختیا دپیاوړتیا په هکله د همکاری په نړیوال کنفرانس کي د ګډون په موخه دچین ولسي جمهوریت ته تللی وو؛ هیوادته راستون شو.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دي نړیوال کنفرانس کي چي دیاد هیواد د هاینان ایالت د بووا په ښارکي د مارچ دمیاشتی په ۲۴نیټه پرانستل شو؛ د مشرانوجرګې دپلاوي ترڅنګ د چین د ولسي جمهوریت دصدراعظم مرستیال (ژنګ ګولي)، دمدغا سکر ولسمشر،دنیپال صدراعظم،دمیانماردولسمشرمرستیال، د پا کستان پخوانی صدراعظم،دبووا کنفرانس رییس (یاسو فاکوډا) اودیو شمیر نورو هیوادونو هیئتونو،دنړیوالو سازمانونو استازو،دهاینان ایالت مشر(لو باو مینګ) هم ګډون درلود؛فضل هادی مسلم یاردخپلې وینا پرمهال لمړی دهیواد دولسمشرمحمداشرف غنی نیکې هیلې اوسلامونه ددې کنفرانس ګډوانوته واورول اووروسته يی دافغانستان اوچین هیوادونو ترمنځ په تاریخي اواوږدو اړیکورڼا واچوله او په بیلابیلو برخوکې یې دیاد هیواد دمرستو څخه دقدردانی ترڅنګ وویل چيافغانستان دمنځنۍ آسیا،منځني ختيځ اوجنوبی آسیا ترمنځ دارتباطی پل حیثیت لري او ددي اصل په پام کی نیولو سره زموږ دولت هلې ځلې کوي چی دسیمې له هیوادونوسره ښي اقتصادی،سیاسي اوټولنیزي اړیکي را مینځ ته کړي او دي هدف ته د رسیدلو لپاره  تلپاتې سیمه ییزې سولې ته اړتیا ده،خو له بده مرغه لکه څنګه چی لیدل کیږي د سیمې ځینې هیوادونه دافغانستان  په څیر د ترهګرۍ، افراطیت اونشه يي توکو له قاچاق سره لاس او ګرېوان دي، اړتیا ده چی د سیمي ټول هیوادونه   دیوې سیمه ایزې اجماع له لارې په ګډه سره ددي بشري ضد پدیدو په وړاندي مبارزه وکړی او خنډونه له منځه یوسي.
دمشرانوجرګي رییس د خپلو خبروپه مهال زیاته کړه،زموږپه هیواد کي اوسمهال د داعش په ګډون ۲۰ ترهګرې ډلې چې بهرني اتباع يې غړیتوب لري په جګړه بوختې دي او هره ورځ بې ګناه انسانان شهیدانوي او ټولګټي تاسیسات تخریبوي او دا روښانه ده چي ددي  ترهګرو ډلو پټنځایونه اوروزنیز مرکزونه له افغانستان بهر او په ځانګړي ډول د ډيورنډ د فرضي کرښې هغې غاړې ته پراته  دي اوکه چیرې ددغو ډلو د ملاتړو هیوادونو سره مبارزه ونه شي اوفشارونه پرې وارد نشی یوه ورځ به سیمه اونړۍ هم دتروریزم په اورکې وسوځي.
مسلم یارپه خپلوخبروکې وویل  دتیرکال اګست په میاشت کې دهایمن اوحیرتان بندرونوترمنځ دځانګړې ریل پټلۍ دجوړویدوشاهدان و چی پدې ترانسپورتي لاره به ددواړوهیوادونو ترمنځ سوداګریزتوکي انتقال شي اویاده پروژه ددواړوهیوادونو ترمنځ دسوداګریزو اړیکوپه پیاوړتیاکې اغیزمن اونیک ګام وبلل شي.
دمشرانوجرګي پلاوي ته دچین هیواد دولتی لوړپوړوچارواکو په  یولړبی ساري اوشانداروتشریفاتو سره تود هرکلی وکړاوپه دې نړیوال کنفرانس کې یی دافغانستان دمشرانوجرګي له رییس اواستازودګډون څخه مننه څرګنده کړه.
په همدي توګه دمشرانوجرګې رییس اوملګري پلاوي یي ،د چین د ولسي جمهوریت د صدراعظم له مرستیال ښاغلي (ژنګ ګوالي) سره وکتل او پدی لیدنه کي يي دافغانستان دولسمشرمحمد اشرف غني،دمجلس دغړواوهیوادوالو،نیکې هیلې اوسلامونه هغوی ته وړاندي کړل  اوله  نوموړي سره یی دسوداګرۍ، اقتصادي اوسياسي اړيکو په پراختیا، پانګوني،تحصیلی بورسونو په زیاتوالي ، دصنعت په انکشاف،دترهګرۍ اومخدره توکود کښت اوقاچاق دمخنیوی، دسولې په تامین کی ددي هیواد رول،ددواړوه هیوادونو ترمنځ دپارلماني اړیکودټینګښت او نورو علاقي وړ موضوعګانو په اړه خبري وکړې.
مسلم یار په خپلو خبرو کي پداسي حال کي چی دافغانستان دسولی د تامین په لاره کي يی د چین دولسي جمهوریت له هڅو څخه ملاتړ څرګندکړ اود افغان دولت دسولي اوپخلاینی دپروسي دتحقق په اړه د معلوماتو دوړاندي کولو په ترځ کي وویل چي د حکمتیارله اسلامي حزب سره د سولي خبري بریالیتوب ته رسیدلي او هڅي رواني دي له ټولو هغو وسله والو مخالفینوسره چي دهیواد اساسي قانون او د نظام له لاسته راوړنوڅخه ملاتړ وکړي د سولي او پخلایني لړی ته را وبولي
ورپسې د چين د لومړي وزيرمرستیال وویل چې  د افغانستان او چين ترمنځ ستراتيژيکي، سوداګريزې، اقتصادي او ټولنيزې اړيکې دپیاوړتیا او ټینګښت په حال کې دي او هیواد یی په پام کې لري چې له افغانستان سره په مختلفو برخوکې لازیاتې  مرستې وکړي.
نوموړي په خپلو خبروکې زیاته کړه چی په افغانستان کې د استوګني د وړیاکورونو اوکابل پوهنتون د ځينو تاسیساتوجوړول،د عینکودمسو کان استخراج ، د جيانګ سو ايالت څخه افغانستان ته د ريل ګاډي سوداګريزه لیکه او د ارومچی او کابل ترمنځ مستقيمې الوتنې،د دواړو هېوادونو د پراخو اړيکو او ښې ملګرتيا ښکارندويي کوي.
دمشرانوجرګې رییس زیاته کړه مونږدتیرپه څیردچین دملی حاکمیت اوځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړکوو اوتاسې دترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل ستراتیژیک شریک بولواوهیله لروچی داهمکاری په پراخ امنیتی چوکاټ کې ترسره شي ترڅو وکولای شوچی دترهګرۍ اصلي ریښې په اساسي ډول لمنځه یوسو.
دمشرانوجرګي رییس په خپلو خبرو کې دچین دولسي جمهوریت دملی کنګرې رهبرۍ اودچین دخلکودسیاسي مشورتي کنفرانس ته بلنه ورکړه چی خپل پارلماني استازي افغانستان ته راولیږی، څو د هیواد پرمختګونه،لاسته راوړنې،عیني واقعیتونه اوستونزي چی افغانان ورسره مخ دي له نږدې وڅیړي.
همداراز د مشرانوجرګي پلاوي  د ګوانزو ایالت د خلکو دکانګرس له مشرې میرمن (مي لي یومي) سره هم په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کې چي د یاد کانګرس یوشمیر چارواکو هم ګډون درلود؛نوموړي دګوانزوایالت دکانګرس په اړه د معلوماتو د وړاندي کولو په ترڅ کي وویل چی د قوانینو جوړول، د قوانینو څخه څارنه، د ایالتي مهمو چارواکو ټاکل يې له اساسي دندو څخه شمیرل. کیږي
نوموړې زیاته کړه چې موږ هیله لرو افغانستان له دي ایالت سره د سوداګرۍ، اقتصاد او کرنې په برخو کې همکاري پراخي کړي اوپدی ایالت کي يي د افغاني کونسلګرې اوسوداګریزي آتشی د پرانستلو هیله وکړه.
دمشرانوجرګې رییس ددوی دښې میلمه پالنې څخه دمننې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چی چین هیوا د افغانستان سره دبرښنا په تولید،دکرنیزوتولیداتو لپاره دسړو خونوجوړولو او نورو ډګرونوکی دي له افغانستان سره مرستي وکړي او ډاډ يي ورکړچی دکنسولګری او تجارتي آتشی د دفترونو په پرانستلو کي به دهیواد له ولسمشرسره خبري وکړي .
د یادونې وړ ده چې چین د افغانستان په مهمو او حیاتي پروژو کې تل فعاله ونډه اخیستې او د پام وړ کارونه يې ترسره کړي چی یاد هیواد ته به دمشرانوجرګې درییس په مشرۍ ددې جرګې دپلاوي سفر په مختلفو برخو کې خورا ارزښت ناک اوګټور ثابت شی .
دمشرانوجرګې رییس اوپلاوي یی دچینایی پانګه والواوصنعتکارانو سره هم لیدنې کتنې درلودې، پدي کتنه کي چی دهووایی تکنالوژی،د ګوانزو دبریښنا دتولیدګروپ او د یادهیواد یوشمیر نورپانګوال هم حاضروو؛دمشرانوجرګي رییس په افغانستان کي د پانګوني د اسانتیاوپه هکله څرګندوني وکړي او زیاته یی کړه چی زموړ په هیواد کي په زراعتی،دکانونو داستخراج او معلوماتي تکنالوژی په ډګر کي غوره شرایط برابردي اوهیله يي خرګنده کړه چی په پورتنیو برخوکی دي چینایی سرمایه داران پانګونه وکړي او وروسته  پلاوي  دهاینان ایالت له کرنیزې اکادمۍ څخه هم لیدنه وکړه.
په همدي توګه دمشرانوجرګي رییس په یوه بیله کتنه د افغانی سوداګرو وړاندیزونه او ستونزی واوریدی او له دوی سره په خبرو کی يي ډاډورکړچي سوداګریزمشکلات به يي وڅیړي.
دمشرانوجرګې پلاوی دآسیا دامنیت اوپرمختیادپیاوړتیاپه هکله دهمکارۍ په نړیوال کنفرانس کي  له ګډون وروسته پرون هیوادته ته راستون شو.
دا نړیوال کنفرانس چی دوري دمیاشتې دڅلورمې څخه تراو ومې نیټې پوری دچین هیواد دهاینان ایالت دبووا په ښارکې دیوشمیرآسیایی هیوادونو دلوړپوړوچارواکو په ګډون دایرشوی وو،دمشرانوجرګې د پلاوي په ترکیب کې سناتورانوجمعه الدین ګیانوال،ولی شاه نایب زاده،قیس وکیلی،میربهادرشاه واصفی،مولوي عبدالله قرلق او دمشرانوجرګې ددارالانشالوی رییس سیدحفیظ الله هاشمی ګډون درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته