کابل باختر دليندي ديرشمه :
په ارزګان ولايت کې يو شمېر ښځو د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا د دووښځو وژل کيدو پرخلاف غبرګون کې نن په مظاهرو لاس پورې کړ.
دمظاهروبرخه والو له دولت څخه وغوښتل چې ددغو دوو ښځو د ترور عاملين وپيژني او ويې نيسي.
د تيرې اوونۍ په بهيرکې د ارزګان ولايت پوليسو د دووښځو مړي چې ويل کيږي سرونه يې غوڅ کړى شوي و؛ د دغه ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه کشف اوترلاسه کړل. وژلې شوې ښځې ښوونکې ملالۍ اوښځينه پوليسه فيروزه وې.
تراوسه پورې ددغو دووښځو د ترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
يوې معترضې ښځې ببو باخترآژانس ته وويل: دولت مکلف دى چې د دغو د وو بې ګناه ښځو وژونکو ونيسي اود خپلو عملونو په سزا يې ورسوي .
ده دولت ته خبر دارى ورکړ: که چيرې ددغوښځو د ترور عاملين ونه نيسي؛ دوى به په پراخومظاهرو او لاريونونو لاس پورې کړي.
0 1 دقیقه لوستل