ورزش

ددولتي ادارو دفوټبال سيالۍ دوام کوي .

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
په کابل کې ددولتي ادارو دټيمونو دفوټبال سيالۍ پرون په دريو لوبو سره دوام وکړ .
دکابل  دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې  دکابل ښاروالۍ ددوو په وړاندې په اوو سره دښاري انکشاف ټيم ته ماتې ورکړه او دخزاينو دمعنيت  ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دګمرکاتو په ټيم بريالى شو .
دغه ر از دپارلمان او مشرانو جرګې ټيمونه لوبه په يو يو ګول سره  برابره  پاى ته ورسوله .
دقيومي دڅرګندونوله مخې ددولتي ادارو  دفوټبال سيالۍ دنهه ټيمونو په ګډون په کابل کې شپږ اوونۍ  مخکې پيل شوې دي چې په هره اوونۍ کې دجمعې په ورځ  دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته