امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر د ثور  دريمه :
د وسله والو طالبانو  د يو سرګروپ په ګډون  شپږ تنه وسله وال طالبان  د فارياب ولايت  په  بلچراغ ولسوالۍ کې  ووژل شول .
  د فارياب ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان  د فارياب ولايت  د بلچراغ ولسوالۍ د ايشکي درې  په سيمه کې  د افغان ځواکونو سره په جګړه  او هوايي بريدونوکې  ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو ديو مشهور سيمه يېز  سرګروپ په جند الله  مشهور  قاري شمس الله  هم شامل دى .
يورش زياته کړه په دې پيښه کې  پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
هغه وويل چې په دې  جګړه کې يو افغان سرتيرى هم  شهيد او يوبل سرتيرى  ټپي شوى دى .
  د يوبل خبرله مخې ،  يو وسله وال طالب  د فارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په واټ کې  دماين دښخولو په  وخت کې ووژل شو او دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند  وويل  چې د دغه ماين ښخوونکي طالب  مړى  اوس هم په سيمه کې پاتې دى او دپيژندلو وړ نه دى . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته