ورزش

دافغانستان اوقرغزستان دفوټبال ملي ټيمونه سيالۍ کوي

کابل باختردوري دمياشتې ٢٤ :
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم نن په يوه دوستانه سيالۍ کې  دقرغزستان له ملي ټيم سره لوبه کوي .
دباخترآژانس دخبرله مخې : ټاکل شوې ده دغه لوبه  دافغانستان په وخت نن ماښام په شپږو بجو او شلو دقيقو  دمتحده عربي اماراتو ددوبۍ ښار دالمکتوم په لوبغالي  کې ترسره شي .
دهېواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو دمسوول احمدشاه ساير دڅرګندونوله مخې :
په دې سيالۍ کې يوولس تنه  لوبغاړي له هېواد څخه  اودولس تنه نور لوبغاړي په بهرکې  له ميشتو افغان مهاجرينو څخه ګډون کوي .
ويل کيږي چې دهيوادملي ټيم په دې سيالۍ کې دګډون لپاره لازم تيارى نيولى دى.
ديادونې وړ ده چې په دې دوستانه لوبه کې  دورزشکارانو ګډون  او په هغې  کې  ترلاسه شوې نتيجې به  دآسيا چلنج کپ په سياليو کې چې ټاکل شوې ده دروان کال دثور  دمياشتې په وروستيو  کې په لاوس کې  ترسره شي ارزښتناکې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته