امنیت

دطالبانو پوځي مسوول ونيول شو

کابل باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :

هغه سړى چې  ويل کيږي دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوسله والو طالبانو دترورستي بريدونو دسازمان ورکولو مسووليت په غاړه درلود پرون دپوليسو له خوا ونيول شو.

ويل کيږي  دغه سړى  چې ملايعقوب نوميږي  دوه مياشتې مخکي  دترورستي  بريدونو دسازمان ورکولو په مقصد له پاکستان څخه دبغلان ولايت ته راستون شوي و.

دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دولسوالۍ دپوليسو قوماندان محمدکمين  باختراژانس ته وويل چې ملايعقوب تراوسه پورې په لسګونو ترورستي  له دې جملې څخه په دغې ولسوالۍ کې دماين ايښودلو ته سازمان ورکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته