سیاست

جمهورريیس غني: په بهر کې د مېشتو روغتیایي متخصصینو له تجربو څخه د استفادې حقوقي بنسټ رامنځته شوی دى

 کابل / د زمري ۲۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماخوستن په بهر کې له یو شمېر مېشتو افغان متخصصو ډاکټرانو سره د روغتیایي سیستم د اصلاح، مدیریت او ښه والي په موخه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري رياست د ويندوى د معلوماتو له مخې؛ په ارګ کې د جوړ شوي ویډیو کنفرانس په پیل کې دغو متخصصو ډاکټرانو د روغتیایي سیستم ظرفیت لوړولو، د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ښه کولو، د روغتیایي زده کړو، روغتیایي مدیریت، له لرې ځایه د روغتیایي تدریس او درملنې په برخو کې  د معلوماتو ورکولو ترڅنګ له روغتونونو او ډاکټرانو سره د کار، مشورو او همکاریو لپاره هم خپل پوره چمتووالی وښوده. 
هغوی وویل: حاضر دي د روغتیایي سیستم د عصري او پیاوړي کولو لپاره له عامې روغتیا وزارت سره په قانونمند چوکاټ کې ګډ کار وکړي. دوی همدارنګه د طبي ټکنالوژۍ، د ډاکټرانو د علمي سویې او د باکیفیته روغتیایي خدماتو په برخو کې د تجربو شریکولو لپاره د یو ماډل روغتون او همدارنګه لوی علمي کنفرانس د جوړېدو وړاندیزونه وکړل.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل: تاسو د افغانستان ویاړ او پانګه یاست او موږ غواړو ستاسو په غښتلې اراده او همکارۍ د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو سیستم لا زیات ښه کړو.
هغه زیاته کړه: د افغانستان حکومت غواړي تاسو بسیج شئ او په افغانستان کې د نړیوالو بریالیو روغتیایي ماډلونو په عملي کولو کې مرسته وکړئ.
جمهورريیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: د ویاړ ځای دی چې له تاسو سره خبرې کوم او موږ داسې پالیسي تدوین کړې چې په بهر کې مېشت افغان متخصصین د روغتیایي برخې د بشري منابعو د ظرفیت لوړولو، په روغتونونو کې د اصلاحاتو او د روغتیایي روزنو د نوي کولو په برخو کې له موږ سره همکاري وکړي او په افغانستان کې وضعیت بدلون ومومي.
جمهورريیس د علمي کنفرانس د جوړېدو په برخه کې د هغوی د وړاندیز هرکلی وکړ ويې ویل: په بهر کې د مېشتو روغتیایي متخصصینو له تجربو څخه د استفادې په موخه د پالیسۍ په مسودې کار شوی او حقوقي بنسټ رامنځته شوی چې له موږ سره ګډ کار وکړئ.
جمهورريیس غني په بهر کې د مېشتو افغان متخصصینو د علمي تجربو د انتقال ارزښت ته په اشارې عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې په اساسي توګه درې ماډل روغتونونه جوړ کړي چې د روغتیایي متخصصینو د تجربو د انتقال په برخه کې اغېزناک واقع شي.
جمهورريیس غني د دولتي روغتونونو د مدیریت، ظرفیت لوړولو او له لرې ځایه د درملنې په برخو کې له روغتیایي متخصصینو څخه د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ د رواني طب په برخه کې شته ستونزو ته په اشارې په بهر کې د مېشتو متخصصو ډاکټرانو تجربې ګټورې وبللې.
د هېواد جمهورريیس وویل: د ډاکټرانو او د روغتیایي برخې د نویو فارغانو د سویې د تثبیت، د روغتیایي منابعو، ظرفیت او مدیریت د ښه والي لپاره په بهر کې د مېشتو متخصصینو مشورې مهمې دي او حکومت هڅه کوي پر روغتیایي سیستم جدي بیاکتنه وکړي.
جمهورريیس څرګنده کړه: د بې کیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي په برخه کې پانګونه مهمه ده او د درملو د وارداتو په معیاري کولو کار روان دی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان حکومت د روغتیایي مدیریت او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د بریالیو ماډلونو په لټه کې دی او په دې برخه کې به له متخصصینو سره خپلو مشورو ته دوام ورکړي.#
پاى / ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته