امنیت

اووه تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
اووه تنه ملکي وګړي  نن سهار په فارياب ولايت کې  د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
د فارياب ولايت  يوه امنيتي خبرځاى   باخترآژانس ته وويل ،دغه کسان دالمار ولسوالۍ  په بازار کې  هغه وخت شهيدان شول  کله چې د دوى دسپرلۍ موټر په واټ کې د وسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
په دغه چاودنه کې يو شمېر وګړي ټپيان شوي هم دي چې روغتيايي مسولينو يې د يوتن ټپي روغتيايي حالت  خراب بللى دى. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته