امنیت

دتروريستانو دوسلو او مهماتو يوه ديپو کشف شوه .

کابل باختر دليندى څليرويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دلوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دتروريستي ډلې دوسلو اومهماتو يوه ستره ډيپو کشف کړه .
دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ. دملي امنيت دلوى رياست موظفينو  په دې ډيپو کې له سلګونوګوليو سره يې يو زيکو  يو  ، يوه ګرينوف ، له شپاړلسو پټاقيو سره، دارپې جي -٧ توغندي  پنځلس ماينونه  شپږ منځي واټن ويشتوونکي توغندي ،  شپږ لاسي بمونه  دسکر توغندى ديرش سرګلولې ، دهاوان يوسلو څلور سرګلولې  ، يوه اندازه باروت او چاوديدونکي توکي او  د ډول ډول سپکو او درندو وسلو په سلګونو  ګولۍ ترلاسه کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته