سیاست

جمهور ريیس غني: هرات د دولت د پاملرنې په محراق کې قرار لري؛ خو د خلکو همکاري هم اړینه ده

کابل  د وري٤ مه   باختر

په هرات کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د غونډو په لړ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د هرات والي او ټولو اداري مسوولینو په ګډون، پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
په دې ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي، د امنیتي سکتور وزیرانو او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مسوولینو هم حضور درلود د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل: ستاسې د مخکېنیو لارښوونو مطابق کارونه ترسره کېږي او د هرات بودجه مو د څارنیزو میکانیزمونو او اصولو د اړتیا او استعجالیت په نظر کې نیولو سره مشخصو واحدونو او سکتورونو ته په پام کې نیولې ده.
هغه زیاته کړه، د هرات ښار د قرنطین کولو او اضطراري حالت مو ارزولی، هوکړه په دې وشوه چې په موجوده شرایطو کې موږ په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه محدوده کړو.
هرات والي وویل: د روغتیایي مرکزونو او روغتیایي وسایلو پر تدارک کار روان دی، په مجموعي ډول مو پر کرونا ویروس د احتمالي ککړو کسانو لپاره ۸۰۰ بستره برابر کړي او د تشخیص لابراتوارونه کاملاً فعال او ۱۲۵ ډاکټران او نرسان استخدام شوي دي.
رحیمي دې ته په اشارې چې پر کرونا ویروس هیڅ اخته شخص له هرات نه کابل ته نه ځي وویل: په ګمرکونو کې زموږ مالونه ایسار نه دي او هرات د ۲۲ زره ټنه لومړنیو خوراکي توکو د ذخیرې ظرفیت لري.
د غونډې په دوام د جمهور ريیس لومړي مرستیال امرالله صالح په هرات کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر پر اساسي او لازمو اقداماتو د خوښۍ څرګندولو پر مهال وویل: خوشبختانه تراوسه د مړینې راپور نه دى ورکول شوی.
امرالله صالح زیاته کړه: پرون د کابینې لومړۍ غونډه جوړه شوه او اجنډا یې کرونا ویروس سره اساسي مبارزه وه او په دې برخه کې جدي اقدامات شوي دي.
هغه همدا راز وویل: د جمهور ريیس سترسلاکار او د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او وقایې په خاطر د عامه اړیکو دولتي کمېټې ريیس وحیدعمر د اطلاع رسولو په برخه کې اقدامات څاري، ځکه په دې برخه کې یې مسلکي اقدامات کړي دي.
د جمهور ريیس لومړي مرستیال د ستراتېژیکو زېرمو په اړه وویل: ټول هغه مواد چې خلکو سره شته په ستراتیژیکو زېرمو کې شاملېږي، بناً لازمه نه ده چې د ذخیره کولو لپاره د هرات له بازاره خریداري وشي. پرېږدئ چې بازار په عادي ډول مخته لاړ شي.
ورپسې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش د بېړني حالت په اړه د هرات د والي د نظر د تایید پرمهال وویل: قرنطین په دوه ډوله دی؛ اختیاري او اجباري، خو د متخصصینو په نظر قرنطین د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي له اغېزناکولارو څخه یوه ده.
استاد سرور دانش د راستنېدونکو په اړه وویل: درې ډوله راستنېدونکي لرو؛ سالم، مشکوک او پر کرونا ویروس اخته کسان. هغه همداراز له ګڼې ګوڼې او عامه ټرانسپورټ څخه د ګټه اخېستنې پر مخنیوي ټینګار وکړ.
په دغه ناسته کې د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي وویل: د سوداګرو او خصوصي سکتور له مسوولینو سره یې کتنې کړې دي، دوی لازم چمتووالی ښودلی، ترڅو په بېلابېلو په ځانګړي ډول د غذایي موادو برابرولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
د غونډې په دوام د ملي امنیت شورا مرستیال عبدالوحید قتالي وویل: په هرات کې د ۸۰ اتحادیو له جملې څخه یې ۳۶ اتحادیې کولای شي په کورونو کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
جمهور ريیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته، د کرونا ویروس خپرېدو پر وړاندې د هرات د سیمه ییز حکومت او خلکو له مبارزې څخه په مننې وویل: د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعالیتونه او اقدامات باید دوامدار وي.
جمهور ريیس وویل: یوازې د هندوستان د غنمو واردات کولای شي چې ذخیرې ډکې کړي، له بازارونو څخه خریداري هم د حل لاره نه ده او اوس مهال د دوه میاشتو لپاره ذخیره لرو.
د هېواد جمهور ريیس د طبي تجهیزاتو د خریدارۍ په اړه وویل: دغه وسایل د المان له زیمنس شرکت څخه اخیستل کېږي. یو اساسي فهرست تر کار لاندې دی، موږ باکیفیته توکي غواړو، استعجالیت باید له کیفیت سره ارتباط ولري.
جمهور ريیس غني وویل: له اقتصادي پلوه د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او د لومړنیو خوراکي توکو د خریدارۍ او وارداتو په برخه کې هېڅ ډول اندېښنه وجود نه لري.
جمهور ريیس په هرات کې د زندانونو او زندانیانو د وضعیت په اړه وویل: که څه هم د هېواد نافذه قوانین د زندانیانو په اړه صراحت لري، خو د یوې ارزونې او موجوده شرایطو پر بنسټ باید قانوني اقدامات وشي.
جمهور ريیس غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: د خصوصي سکتور له نېکې روحیې او همکارۍ مننه کوم او محمد یوسف غضنفر ته یې لارښوونه وکړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې دې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ لپاره یو مشخص آدرس جوړ کړي.
جمهور ريیس غني وویل: ټولې خریدارۍ باید په شفاف او دقیق ډول ترسره شي، د حساب ورکړه باید د یوه اصل او اسنادو پر بنسټ وجود ولري.
جمهور ريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د جمهور ريیس ستر سلاکار او د کوید – ۱۹ ویروس خپرېدو د مخنیوي او وقایې په اړه  د عامه اړیکو د دولتي کمېټې ريیس وحید عمر د پیغام رسولو په برخه کې مسلکي اقدامات کړي دي او د اړتیا په صورت کې به له تاسې سره همکاري وکړي. هغه همداراز وحید عمر ته لارښوونه وکړه چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوالو تجربې د هرات له خلکو سره شریکې کړي.
پاىشکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته