سیاست

اجرایيه ريیس د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له قایم مقام مرتضی سرمدي سره وکتل

کابل باختر/ دتلې د مياشتې ٢١مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرايیه ریيس ډاکترعبدالله عبدالله پرون د شانګهای د همکاریو د سازمان د حکومتونو د مشرانو د غونډې ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له قایم مقام مرتضی سرمدي سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، له  ډار اچونې، بنسټپالنې او د نشه یی توکو له قاچاقو سره د مبارزې، د پولو د امنیت د همغږۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې د لاسلیک کولو لپاره هلې ځلې او په افغانستان کې د انتخاباتو د ترسره کولو په باب خبرې اترې وکړې .
دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتوهمکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
ختم /ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته