ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزارت خبرتيا
د کار د قانون د ٣١ مادې له حکم سره سم، په اوونۍ کې د پنځو او شپږو کاري ورځو له مخې د ١٣٩٤ هجري لمريز کال په دويمو شپږو مياشتوکې د مرکزي او ولايتي ادارو د کارکوونکو د کار د پيل او پاى رژيم په دې ډول تثبيت شوى دى:
په کابل ښارکې په اوونۍ کې د پنځو ورځو کار او د دوو ورځو رخصتيو له مخې د کار د پيل او د پاى رژيم:
د تلې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د کب د مياشتې تر پاى پورې د کار پيل د سهار اته بجې او د کار پاى د ماسپښين د لمانځه د ادا کولو او د ډوډۍ خوړلو لپاره د غرمې له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې د يو ساعت وقفې په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته ٤ بجې.
په بانکونو او د کابل ولايت په ولسواليو او د هيواد په ولايتونوکې د کار د پيل او پاى رژيم په اوونۍ د شپږو ورځو کار له مخې، د تلې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د کب د مياشتې تر پاى پورې د کار پيل د سهار اته بجې او د کار پاى د ماسپښين د لمانځه د ادا کولو او د ډوډۍ خوړولو لپاره د غرمې له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې د يو ساعته وقفې په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته په درې نيمو بجو او د پنجشنبې په ورځو د کار پيل د سهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو او د کار پاى له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه.
په توليدي او خدماتي موسسو، په دايمي فعالو برخو ( د کار د شفتونو تنظيم) نشراتي او روغتيايي موسسو، پوهنې او د لوړو زده کړو په موسسوکې د کار وختونه د کار د خصوصيتونو، اړوندو لايحو او د اقليمي شرايطو په پام کې نيولو سره د کابل دويمو شپږو مياشتوکې په اوونۍ کې د ٣٥ ساعته کار له مخې د خپل کار رژيم تنظيم او عيار کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته