امنیت

په بلخ کې دننني ځانمرګي بريد له امله درې تنه شهيدان او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٩
دوروستيو رارسيدلو خبرونو له مخې په بلخ ولايت کې نن سهار دځانمرګي بريد له امله درې تنه پوځيان شهيدان او ١٤ تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي دبلخ ولايت وياند فرهاد منير وويل چې ددغې پيښې په ټپيانو کې درې تنه ښځينه افسرانې هم شاملې دي .
ويل کيږي چې ددغې پيښې ټپيان دشمال په حوزوي روغتون کې تردرملنې لاندې دي او د دوو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته