فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په چاپيريال ساتنه کې دښځو په رول ټينګار وکړ .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر او دچاپيريال ساتنې  دملي ادارې امريتونو دژوندانه په چاپيريال ساتنه کې دښځو درول په باب  دپوهاوي ورکولو لپاره  يو پروګرام جوړ کړ .
دغه پروګرام له دغو ادارو څه دپاسه څلويښتو نارينه اوښځينه کارکوونکو په ګډون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړ شو او ګډون والو دژوندانه په چاپيريال  ساتنه کې  درول  په باب مهمې موضوعګانې زده کړې واورولى .
دباختراژانس  خبريال خبر راکړ. ددغه پروګرام دپرانستلو په غونډه کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات په دولتي ادارو کې دښځو او نارينه و دبرابرو حقوقو په تامينولو کې دجندر دامريتونو کارونه ارزښتناک وبلل او څرګنده يې کړه چې جندر نه يوازې دښځو  په محدوده کې مسووليت لري بلکې نارينه هم ددغه دفتر تر ملاتړ لاندې راځي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دژوندانه په چاپيريال  ساتنه کې دښځو رول  ته اشاره وکړه ويې ويل: په دې کار کې ښځې کولاى شي  زياته ونډه ولري اوپه دې برخه کې دهغوى رول اغيزمن دى .
ډاکتر کمال سادات زياته کړه دکليو او ښارونو ښځې په هغې سليقي سره  چې دپاکوالي اوصفايي په کار کې يې لري هم په کور او خپلو کوڅو کې او هم  دکار په ساحو کې دژوندانه په چاپيريال  ساتنه کې مهم رول لوبولاى شي .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امرې محبوبې سادات وويل: دغه روزنيز پروګرام دګډون والو  ښځو لپاره اغيزمن او ارزښتناک ګام دى .
محبوبې سادات  څرګنده کړه هغه څه چې په دغه روزنيز پروګرام کې بيانيږي برخه والې ښځې په دې بريالي کوي چې دژوندانه  په چاپيريال  ساتنه کې  فعاله ونډه واخلي .
دې دژوندانه دچاپيريال ساتنې له ملي ادارې څخه ددغه پروګرام په جوړولو کې دهکارۍ په خاطر مننه وکړه .
دې دژوندانه دچاپيريال ساتنې په خاطر  خلکو ته دپوهاوي ورکولو په کار کې درسنيو په رول ټينګار وکړ .
په دې غونډه کې دژوندانه  دچاپيريال ساتنې دملي ادارې دجندر امرې نادرې  رشيدي دتصويري  څرګندونو له لارې معلومات وړاندې کړل .
دې  دژوندانه  په چاپيريال  ساتنه کې دښځو درول په اړه  دژوندانه  چاپيريال ساتنې  دديني اقتصادي او ټولنيزو اړخونو په باب معلومات ورکړل .  اوښځې يې دهېواد او کور دودې او پراختيا لپاره يو مهم  عامل  وباله او دژوندانه دچاپيريال کې په مديريت کې  يې دښځو ګډون وستايه .
دغونډې  دکار په دوام برخه والو دموضوع په باب  خبرې وکړې او دژوندانه دچاپيريال دککړتيا دلانجې داوارولو په باب يې لارې چارې طرحه کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته