امنیت

اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٩ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په ځينو سيمو کې دامنيتي اودفاعي ځواکونو دجلاجلا عملياتو په بهيرکې اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي ؛ دغه عمليات دفارياب ولايت دخواجه سبزپوش ولسوالۍ ، دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دولسوالۍ  ،.دکندز ولايت  ددشت ارچي په ولسوالۍ  او دبلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې دمخالفينو له شتون  څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي چې له امله يې  اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شل تنه نور يې ټپيان شول او يوماين  هم کشف اوشنډکړاى         شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته