امنیت

دتخار اواشکمش ولسواليو څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ١٤
دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشفق -٢ عملياتو په بهير کې دتخار ولايت داشکمش ولسوالۍ ٦ کلي د دولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شول.
دتخار ولايت امنيه قوماندان نورمحمد حکيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات چې له پرون څخه راپه دې خوا دتخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې پيل شوي دي چې٦ کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول او ١٢ ډول ډول ماينونه هم کشف او شنډ کړى شول.
حکيمي څرګنده کړه : په تصفيه شويو کليو کې د دولت دوسله والو مخالفينو د دولتي ضد فعاليتونو دمخنيوي په خاطر په دغو کليو کې امنيتي پوستې جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته