کابل/ د وري ۹ مه/ باختر
د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې د ۲۸۵ کیلومتره په اوږدوالي، ۱۰۰ متره سور او ۸.۵ مترو په ژور والي سره په نږدې راتلونکي کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو له خوا پیل کېږي.
دغه کانال د امو سیند اوبه د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه لویو بیدیاوو ته رسوي چې د دولت آباد او د جوزجان له آقچې ولسوالۍ څخه په تېرېدو د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي
د دغه کانال د جوړېدو چارې ۶ کاله وخت نیسي، چې په درېیو پړاوونو کې به بشپړې شي.
د یاد کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
بارکزی