امنیت

داسلام قلعه په لويه لاره کې دمسوولينو په چلند انتقاد

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٢ :
دهرات _ اسلام قلعه دلويې لارې دترانسپورتي شرکتونو مسوولين اوسوداګر  دولايتي شورا له  خوا د دوى دستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه.
ددغو ترانسپورتي شرکتونو  استازو دولايتي شورا له رئيس اوغړو سره په کتنه کې  ادعا وکړه چې  دسرحدي پوليسو مسوولين  بار وړونکي موټر دنوي جوازسير دنه لرلو په دليل درولي دي او هغوي ته دتګ راتګ اجازه  نه ورکوي.
دوى  دبار په محاسبه کې اختلاف  ديوې مهمې ستونزې په توګه  وبلل او ويې ويل  مسوولين دديرشو ټنو بارو اجازه صادروي  خو  د ٦٧ ټنو بارو محصول اخلي .
دخلکو دڅرګندونوله مخې ؛ اوس هغه بار وړونکي موټرونه چې  جوازسير اوقانوني مدرک لري او دترانزيت ليک هم په لاس کې لري درول شوي دي  خو يوشمير موټرونه چې قانوني مدارک نلري  سرحدي مسوولينو ته دپيسو په ورکولو سره  دتګ راتګ اجازه ترلاسه کوي.
دولايتي شورا رئيس له قانوني لارو  ددغې ستونزې دحل کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل ؛  د جواز سير لرل ټولو وسايطو ته ضروري دي.  خو دولت بايد دماليې  داخيستلو او ستاسې دستونزو دحل کولو په برخه کې  جدي اقدام وکړي .
دولايتي شورا رئيس دهرات له والي سره  دټيلفوني اړيکې په ترڅ کې دخلکو دستونزو يادونه وکړه او دهغو دحل کولو غوښتنه يې وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته