فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارو معينيت افغان بيسيم وستايه

کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٠ :

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معينيت ستاين ليک نن ددغه  معينيت دمعين تيمورشاه اسحق زى له خوا دافغان بيسيم دمخابراتي شرکت رييس امين رامين ته ورکړشو.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  په هغې غونډه کې چې له همدي امله   جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو  معين خبري وکړي او ويي ويل  دغه ستاين  ليک داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا دهيواد په مرکز اوولايتونو کې  دافغان بيسيم  په مخابراتي شرکت کې دنجونو اوهلکانو په گډون  دځوانانو دجذبولو په خاطر دقدرداني په مقصد ورکړشو.

اسحق زي زياته کړه  تيرکال دځوانانوعالي شورا ددغه وزارت له خوا جوړه شوه او په همدي مقصدهغه سفرونه  چې دهيواد زياترو ولايتونو ته ترسره شول ځوانانو ته په خپلو ولايتونو کې دافغان بيسيم دشبکي دفعاليتونو دڅرنګوالې  له املعه خوښي څرگنده کړه او درناوي يې وکړ.

دافغان بيسيم دمخابراتي شرکت رييس امين رامين داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه دمننې په ترڅ کې وويل ددغه شرکت  زياتره کارکوونکي ځوانان دي اوهلې ځلې کوي چې په مرکز اوولايتونو کې  ځوانانو اوپه تيره بيا محصلوځوانانو ته دکارزياته زمينه برابره کړي .

دغه راز رامين داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو له معينيت سره ژمنه وکړه چې د (بلي ) مجلي په خپرولو په برخه کې له دغه معينيت سره همکاري کوي.

رامين دځوانانو دچارو له معين سره هغه برخې وکتلي چې ځوانان پکې په بيلابيلو برخو کې زده کړه کوي .  پاي ج ذ   ‏

اووه تنه د جنايي حرمونو په تور ونيول شول

٤٤ – کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٢ :

دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ منسوبينو پرون اووه تنه دکابل ښار په مربوطاتو کې دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور ونيول .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دپلورنې ، انسان تښتونې او تروريستي اوځانمرګو بريدونو ته  دځوانانو دهڅونې تور لګول شوي دي چې دملي پوليسو له خوا دکابل ولايت دسروبي او شکردري ولسواليو اودکابل ښار اتمې اوديارلسمې ناحيې په مربوطاتو کې نيول شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته