امنیت

داعش په ننګرهار کې يو ديني عالم شهيد کړ.

ننګرهار –  – باختر د وږي دمياشتې ٢١
داسلامي دولت په ډلې (يا داعش )پورې اړوندو کسانو پرون په ننګرهار ولايت کې يو ملا امام په ډزو سره شهيد کړاو د کورنۍ غړي يې له کور څخه وشړل.
دننګرهار ولايت داچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل:- چې دغه پيښه پرون له غرمې وروسته داچين ولسوالۍ دپيښې په ساحه کې رامنځته شوې ده.
مجاهد څرګنده کړه دغه ملا امام چې ډزې پرې شوې دي دسوات ښار اصلي اوسيدونکى و او دننګرهار ولايت په يوه ديني مدرسه کې يې لوست ورکاوه.
مجاهد څرګنده کړه چې په دغه ملا امام دبريد په بهير کې د داعش په ډلې پورې اړوند يو تن دسيمې دخلکو له خوا وژل شوى او ددغې ډلې درې تنه نور غړي ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته