اقتصاد

په هېواد کې ٣ نوې مسلخ خونې جوړې شوې

کابل / د غبرګولي١١ مه / باختر
حکومت په هېواد کې د ٣عصري مسلخ خونو د جوړولو خبر ورکړ.
د آسيا پرمختيايي بانک د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت له لارې په بلخ، کابل او هرات کې د٣ مسلخ خونو جوړولو لپاره يو مليارد ٣٨٦ ميليونه افغانۍ لګولي دي.
د دغو مسلخ خونو په تاسيساتو کې د څارويو ساتلو لپاره ځايونه او د غوښې پروسس کولو لپاره ځاى شتون لري.
دا درې مسلخ خونې په يو وخت کې د يور زرو اته سوه غواګانو، پسونو او وزو د حلالولو او د هغو د غوښې د انډي کولو وړتيا لري.
چارواکي وايي په مسلخ خونو کې د څارويو حلالول، له يوي خوا معياري روغتيايي محصولاتو ته د وګړو لاسرسى تضمينوي، له څارويو څخه انسان ته د ساري ناروغيو د خپريدو مخه نيسي او له بلې خوا په ښارونو کې دهوا د ککړتيا او بې نظمۍ مخه نيسي او د زياتو وزګارو ځوانانو لپاره د کار زمينه هم برابريږي.
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت هم د هېواد په بيلابيلو برخو کې د لسګونو عصري مسلخ خونو د جوړولو لپاره د دې ادارې د هڅو په اړه خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زياترو برخو کې دعصري مسلخ خونو نشتوالى د دې لامل شوي چې د ښارونو په هر ګوټ کې په ځانګړي توګه په ګڼ مېشتو سيمو کې د څارويو د حلالولوځايونه جوړشوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته