سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي حکم

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٥ :

دمرکزي بغلان دقاضي پرکلي دنړيوالو ايتلافي ځواکونو دبمباري له امله داوښتي مرګ  ژوبلي  دڅيړني لپاره دهييت دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي حکم

دروان  ١٣٩١ لمريزکال دچنګاښ دمياشتې په  دريمه نيټه دورځې ددوو بجو پرشاوخوا دمرکزي بغلان دقاضي پرکلي دنړيوالو ايتلافي ځواکونو دبمباري له امله  دلومړنيو رپوټونو له مخې يو شمير ملکي هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دافغانستان داسلامي جمهوري رياست ددې ويرجنې پيښې له امله خپله ژوره خواشينۍ څرگندوي  اودپيښې دهر اړخيزې څيړنې لپاره دجمهوري رياست سلاکار مولوى عبدالحق مظهري په مشرۍ دلانديني پلاوي  ټاکنه منظوروم :

١_  دولسي جرګي غړې الحاج دلاور ايماق دغړي په توګه .

٢_ دملي دفاع وزارت استازي ، بريدجنرال عبدالرحمن دغړي په توګه.

٣_ دکورنيو چارو وزارت  استازي سمونوال غلام فاروق دغړي په توګه .

٤_ دملي امنيت دلوى  رياست استازي ،ډګروال علي احمددغړي په توګه

٥_ دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري استازي حاجي غلام علي دغړي په توګه .

٦_  دلوى څارنوالۍ داداري استازي ډګروال عبدالبصير شفق دغړي په توګه

هيئت ته دنده سپارل کيږي چې دجمهوري رياست دخواخوږي  اوغمشريکي مراتب ويرجنوکورنيو ته ورسوي  دسيمې دمحلي اداري دچارواکو ، دولايتي شوراغړو، ديني عالمانو،سپين ږيرو اومشرانوسره په ګډه خپلې څيړنې تر سره دپيښې عوامل تشخيص اودخپلوکړنوبشپړرپوټ  ډير ژر دجمهوري رياست  مقام ته وړاندې کړي .

دبغلان ولايت دولتي چارواکي دى دهييت ځاني مصونيت تامين او ددوى د کارلپاره دى پوره اسانتياوي برابري کړي .

ملي دفاع اودکورنيوچارو وزارتونه دى دپلاوي دتګ راتګ دلارې امنيت تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته