ورزش

دافغانستان دشل کلنو ځوانانو دفوټسال ټيم دايران له ټيم سره سيالي کوي

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
ټاکل شوې ده  دافغانستان دشل کلنو ځوانانو دفوټسال ملي ټيم د اسيا دمقدماتي سياليو په دوام نن دايران  دفوټسال له ټيم سره لوبه وکړي .
  دافغانستان  دفوټسال فدراسيون مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ليکلي دي  چې دافغانستان  ټيم  په داسې حال کې دايران له ټيم سره سيالي کوي  چې پرون يې  ترکمنستان ټيم ته په پنځه ګولونو سره ماتې ورکړه .
  دافغانستان لپاره حسن علي جعفري  ، فرزاد محمدي ، مرتضي حيدري ، داوود يوسفي  او حميد حسيني  ګولونه ترسره کړل .
داسيا دشل کلنو دفوټسال دمنتخب ټيمونه د ٢٠١٩ ميلادي کال سياليو ته  دلارې موندنې لپاره  مقدماتي سيالۍ  دازبکستان په کوربه توب  پيل شوي دي .
  ختم_ ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته