ټولنه

دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا نوبتې غوندۀ جوړه شوه .

کابل باختر دوږي شلمه :
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا نوبتي غونډه پرون جوړه شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په پيل کې دمهمو موضوعګانو په باب  هراړخيز ې خبرې وشوې او دشورا غړو دبيلابيلو مسئلو په باب نظر څرګند کړ .
شورا دهېواد په بيلابيلو سيموکې  وروستي  ځانمرګي  بريدونه او چاودنې وغندلې او داکار يې  داسلامي  موازينو پرخلاف  عمل وباله .
شورا دهېواد دجمهور رييس دبلنې په تاييدولو سره ددولت له وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې دبين الافغاني  خبرو له لارې دې په هېواد کې دسولې  او تيکاو دتامينولو په مقصد اقدم وکړي .
شورا دبهرنيو ځواکونو له خوا دتبليغاتي  پاڼو خپرول چې په هغو کې داسلامي  مقدساتو او طيبه کلمې  ته سپکاوي  شوى دى وغندل او ددې کار دعاملانو دمجازاتو  غوښتنه  يې وکړه .
په پاى کې  شورا  له مظلومو  برمايي  مسلمانانو سره خپله   غمشريکي   او پيوستون څرګند کړ او له نړيوالو  ټولنو څخه يې وغوښتل چې دبرما مستبد او وينې څښوونکى حکومت دې ته اړ کړي چې دبرمايي  مسلمانانو  ځورونه او يومخيزه وژنه پاى ته ورسوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته