ورزش

دافغانستان د کرکټ نوى ستورى نوراحمدي د ابوظبي له کلپ سره يوځاى شو

کابل / د لیندۍ ۲ مه / باختر
د افغانستان کرکټ د ملي ټيم نوې ستورى نوراحمدي په متحده عربي اماراتوکې د ابوظبي له کلپ سره يوځاى شو.
هغه په نړيوالوسياليوکې د افغانستان د اميد ټيم ته ښه وځلېد او وکولاى شوچې د کرکټ نړى د مطرح کلپونوپاملرنه ځان ته جلب کړي.
د متحده عربي اماراتو د ابوظبي کلپ په خپل رسمي پاڼه کې د افغان کرکت ستوري نوراحمد د جذبولوخبرورکړ.
دغه کلپ دغه افغان لوبغاړي ته د ښه راغلاست په ويلوسره هيله څرګنده کړې ده چې وکولاى شي د نوراحمدي په جذبولوسره د کرکټ په نړۍ کې ښه ځاى ترلاسه کړي.
همدا اوس د افغانستان د کرکت د ملي ټيم٧غړي دهند، استراليا،بنګله ديش اوپاکستان په ګډون د نړۍ په غوره ليګونوکې لوبه کوي.
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم همدا اوس د کرکټ نړى په لسوغوره ټيمونوکې شامل دى.
ج-ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا