کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٢ :
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د يوه پيغام په صادرولو سره ويلي دي چې د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په کابل، قندهار او هلمندکې پروني تروريستي وحشيانه بريدونه چې زموږ د لسګونو تنو بېګناه هېوادوالو د شهادت او ټپي کيدو سبب شول؛ په کلکه غندي او هغه يې انساني ضد او اسلامي ضد عمل بولي او د الله (ج ) له دربارڅخه شهيدانو ته د فردوس او ټپيانو د سملاسي روغتيا او پاتې کسانو او دوستانو ته يې د جزيل اجر او د جميل صبر هيله کوي او له مسوولو ارګانونو څخه غواړي چې د دغو جنايتونو عاملين وپيژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
2 د یوې دقیقې څخه لږ