خبرونهټولنه

د کوچني اختر په رارسېدو سره په بغلان کې سلګونه کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

-کابل / د غوايي ۱۳ مه / باختر

په پلخمري ښار کې د یوترانسفارمر په نصبولو سره په دغه ښار کې ۱۶۰ کورنۍ له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمنې شوې.

د غوري د بريښنا شرکت رئيس قاري سردارولي حمزه د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ترانسفارمر چې د غوري د بريښنا شرکت د رييس له لوري د پلخمري ښار د چشمه شير په بازار کې نصب او مونتاژشوى دى.

هغه زياته کړه: “د برېښنا د دې شبکې د جوړولو نورې چارې، چې د پايې نصبول، د لين غځول او د ډيجيټل ميټرونو نصبول شامل دي، د غوري برېښنا شرکت د تخنيکي کارکوونکو له خوا بشپړ شوي دي.۱۶۰ کیلوواټه برېښنا ده چې له هغې څخه په استفادې سره ۱۶۰ کورنۍ له ۲۴ ساعته برېښنا  څخه برخمنې شوې .

هغه زياته کړه: “د برېښنا د دې شبکې د جوړولو نورې چارې، چې د پايې ، د لين غځول او د ډيجيټل ميټرونو نصبول شامل دي، د غوري برېښنا شرکت د تخنيکي کارکوونکو له خوا بشپړ شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته