امنیت

دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې طالبانو ته دسردروندزيان اوښتى دى .

کابل باختر د وري پنځمه :
دملي دفاع وزارت دقندهار ولايت په نيش ولسوالۍ کې  دڅلويښتو تنو وسله والو طالبانو دوژلو خبر ورکړ .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دملي دفاع وزارت نن  ديو خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  دقندهار ولايت  په نيش ولسوالۍ کې  دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول . او دمخالفينو يوه داشکه ، يو توغندى ويشتونکي ، يوه اندازه وسلې او مهمات او دوه مخابرې په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او ددښمن  دوه موټرونه هم ويجاړ شوي دي .
د دهراود ولسوالۍ او د ترينکوټ ښار شاوخوا سيمه هم  دامنيتي ځواکونو  دچاڼيزو عملياتو ډګر و .  چې له امله يې نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز امنيتي ځواکونه  د خاص روزګان په ولسوالۍ کې  دطالبانو دډلې  دجنګي وسايلو  ديوه ډيپو په له منځه وړلو بريالى شو .
په همدې حال کې  په قندهار ولايت کې  دطالبانو دډلې  يوغړى کله چې  دماين  په جوړولو بوخت و ماين وچاوديد او هغه يې وواژه .
  دتخار ولايت د خواجه بهاوالدين له ولسوالۍ څخه خبر ترلاسه شوى دى  چې امنيتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې دامنيت  دتامينولو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
  ديوبل خبرله مخې ، دملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي  چې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهېواد امنيتي ځواکونو دکاپيسا  ، لوګر ،  پکتيا ، قندهار ، روزګان ،  فارياب ، فراه ،  کندز او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې تصفيوي عمليات  ترسره کړل  چې له امله يې دوه اتيا تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دوه څلويښت تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته