سیاست

نجيبه مهرزاد د روزګان د ښځو چارو د رېیسې په توګه وټاکل شوه

ترينکوټ باختر د وږي د مياشتې ۲۶ مه
د روزګان ولایت د ښځو چارو رياست ته نوې ورپېژندل شوې رېیسې په دنده پیل وکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د روزګان د ولایتي شورا غړي عبدالکریم خادمزي غونډې ته د وينا پر مهال  د ښځو د پرمختګ او ژوند په اړه د پخوانۍ رېیسې رڼا سمیع وفا هڅې وستایلې او نوې ټاکل شوې رېیسې ته يي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د روزګان د ښځو چارو نوې رېیسې نجیبې مهرزاد هم ژمنه وکړه چې ددغه ولایت د ښځو د زده کړې، اقتصاد، روغتیا او نورو برخو کې به د پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه واخلي او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د ښځو د ژوند د ښه والي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
دیادوني وړده چې تر دې وړاندې رڼا سمیع وفا ددغه ریاست چارې د تیرو څو کلونو راهیسي مخ ته وړلې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته