نړۍ

دامنيت شورا د سوريې د اوربند پريکړه ليک تصويب کړ.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا په سوريه کې داوربند د ټينګښت لپاره د روسيې او ترکيې پيشنهادي پريکړه ليک درايو په اتفاق تصويب کړ.
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
دغه پريکړه ليک په سوريه کې د سملاسي اوربند او دسوريې خلکوته دمرستو رسولو غوښتنه کوي.
پيشنهادي اوربند د روسيې ،ترکيې او ايران له درې اړخيزو خبرو وروسته تينګ شوى دى  ټاکل شوې ده د اوربند موافقه په راتلوونکي مياشت کې د قزاقستان په پايتخت آستانه کې دسوريې او دهغه دمخالفانو ترمنځ دخبرو لپاره لاره آواره کړي چې دمسکو،انقرې او تهران ملاتړ ورسره دى دامنيت شورا ځينو غړو دسوريې له اوربند له پريکړه ليک دموافقې ترڅنګ د خپلواکو کتوونکو له خوا داوربند څارنې او جګړې ځپلو سيمو ته دنامحدودو بشردوستانه مرستو دليږلو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته