مزارشريف باختر دغويي دمياشتې ٢٣ :
د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې دوه روغتيايي کلينيکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د بلخ ولايت د عامې روغتيارييس ميرويس ربيع باختر آژانس ته وويل چې د دغو دوو کلينيکونو په پرانستل کيدو سره څه د پاسه پنځلس زره تنه په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ پيد اکوي.
دغه راز د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي کلينيک د بنسټ ډبره کيښودل شوه .
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رئيس وويل چې د روان کال د غبرګولي د مياشتې تر پاى ته رسيدو پورې د بلخ ولايت د اړوندو ولسواليو په لرې پرتوساحوکې دولس نور روغتيايي کلينيکونه هم په روغتيايي فعاليتونو پيل کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ