کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
د انرژى او اوبو وزارت پرون دڅه دپاسه ٢٢٦ مليونو افغانيو په لګښت داوو ټولګتو پروژو قرارداد لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دانرژى او اوبو وزارت معين او سرپرست انجنير محمد ګل خلمي ددغو قراردادونو دلاسليک کولو په وخت کې وويل په دغو پروژو کې دوه برخې شاملې دي ، غير اختياري پروژې چې په دې کې دڅه دپاسه ١٥٧ مليونو افغانيو په ارزښت درې پروژې شاملې دي او دنړيوال بانک له خوا تمويليږي چې دغه پروژې په بلخ ، قندهار او دپکتيا په ولايتونوکې تطبيقيږي .
ده زياته کړه څلور نورې پروژې چې دپراختيايي پروژو له جملې څخه دي او دافغانستان ددولت له بودجې څخه دڅه دپاسه ٦٩ مليونو افغانيو په ارزښت دى .
دانرژى او اوبو وزارت سرپرست دغه راز ټينګار وکړ چې ددغو پروژ په تطبيقولو سره په سلګونو هکتاره ځمکې خړوبيږي او د سلګونو کورنيو لپاره کار هم پيداکېږي .
ختم+_ شکره _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل