روغتیا

دايبولا واکسين بشپړ مصوونيت پيداکړى دى .

اوتاوا  باختر د زمري لسمه :
  دايبولا دناروغۍ دواکسين دازمايښت لومړنۍ نتيجې ښيي چې دغه واکسين په سلو کې سل مصوونيت پيداکړى دى .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ چې دايبولا دواکسين دتوليد کار دکاناډا عمومي روغتيايي ادارې پيل کړ او دميرک ددرمل جوړولو شرکت هغه سرته ورساوه .
البته  اوسنۍ  نتيجې  لومړنۍ نتيجې دي او دبشپړيدو لپاره يې زياتو اطلاعاتو ته اړتيا ده .
خو دنړۍ دروغتيايي سازمان کارپوهان اټکل کوي چې ددغه واکسين اغيزمنتوب په سلوکې له ٧٥ څخه تر سلو پورې دى .
په دغه واکسين  سربيره دوه نور واکسينونه هم خپله ازمايښتي  پړاونه تيروي  خو داخته کيدو دمواردو په کمښت سره دهغو داغيزمنتوب څيړنه سخت کار دى .
دنړۍ دروغتيايي  سازمان دسرمنشي مرستيالې  ماري پل کينې  هم وويل  چې نتيجې په رښتيني توګه له هيلو  ډکې دي .
دايبولا ناروغي چې د ٢٠١٤ کال په لومړيو وختو کې په افريقايي هيواد کينه کې خپره شوه او وروسته لايبريا او سيراليون ته خپره شوه له هغه وخت څخه تراوسه پورې ٢٨ زره تنه په دغه ويروس اخته شوي دي اوڅه دپاسه ١١ زره تنه پکې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته