امنیت

په غور کې يوه امنيتي پوسته دطالبانو لاسته ورغله

فيروزکوه / د ثور ٢٨ مه / باختر
دفيروز کوه په لويديځ کې  دويمه امنيتي پوسته تېره شپه دطالبانو لاسته ورغله .                   د باختراژانس د سيمه ييزخبريال خيرالدين پارسي د خبرله مخې ؛  د دغه ولايت  مرکز  فيروز کوه ښار لويديځ کې د خارستان  امنيتي پوسته  د طالبانو لاسته ورغله .
خبرځايونه وايي د دغې پوستې  د نيولو په وخت کې  څلور وګړني  پاڅون کوونکي او يو  امنيتي منسوب شهيدان ، يوشمېر ټپيان او يو شمېر نور اسيران شول .
دا په داسې حال کې ده چې دوه شپې مخکې هم د ګزک امنيتي پوسته د طالبانو لاسته ورغله.
په غور کې حکومتي او پوځي  مسوولان په دې  اړوند  څه نه وايي .
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته