ښوونه او روزنه

دبغلان پوهنتون محصلانو دفراغت سندونه ترلاسه کړل .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دروان کال په بهير کې له بغلان پوهنتون  څخه يو دپاسه يو زرو سلو تنو  محصلانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
دبغلان پوهنتون مالي او اداري مرستيال محمد داود محتاج يار  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه محصلان دادبياتو ، بشري علومو ، ښوونې او روزنې ، کرنې ، انجنيرۍ او دژورناليزم له پوهنځيو څخه فارغ شول چې  له دې جملې څخه ١٤٩ تنه يې نجونې دي .
دده دڅرګندونوله مخې ددغومحصلانو درسي چارې ديوسلو څلويښتو مجربو  استادانو له خوا چې ددوکتورا اوماستري په کچه  دي پرمخ بيول کيږي .
  ده زياته کړه :د درسي  خونو دکمښت، امنيت او دلازمو درسي توکو دنشتوالي په  ګډون له يولړ ستونزو سره سره  دغه پوهنتون په نوې  کال کې دشرعياتو ، ژورناليزم ،انجنيري ،اقتصاد  ، کرنې ،ادبياتو  او ښونې او روزنې په پوهنځيوکې ١٤٨٠ تنو محصلانو دجذبولو لپاره چمتو والي لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته